له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۳ تنه تورن کسان وسپارل شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۳ تنه تورن کسان چې د ۲۲ قاچاقي پېښو په تړاو نيول شوي، سل کېلوګرامه نشهيي مواد هم ورسره نيول شوي دي.
ښاغلی مؤحد زياتوي چې دې مرکز په تېره اوونۍ کې د څو تورنو کسانو دوسيې څېړلې او پر څو تورنو کسانو د محکمو لهخوا حکمونه هم صادر شوي دي.
پهدې ۲۳ کسانو کې څلورو يې غوښتل چې له حامد کرزي هوايي ډګره هند ته چرس او هيروئين قاچاق کړي.