مافیايي ډلې نه يوازې دا چې د ځمکې له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته نشهيي مواد قاچاق کوي، دغه ډول يې پهدې وروستیو وختونو کې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې هم د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د نشهيي موادو قاچاق ډېر کړی دی.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په ۱۳۹۷ شمسي کال کې افغان سرحدي پولیسو او د عدلي او قضايي مرکز څارنوالانو یوازې د حامدکرزي په هوايي ډګر کې د نشهيي موادو ۲۳۴ قاچاق کوونکي نيولي چې هند، عربستان او ابوظبۍ ته يې نشهيي مواد قاچاق کول.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد
دی وايي:
"د عدلي او قضايي مرکزلهخوا د قضیو د څېړنې پر مهال څرګنده شوې چې یو شمېر مافيايي شبکې د قاچاقو له خطر ه ناخبره ځوانان غولوي او بيا يې د ځان ملګري کوي. تريوه کېلو ګرامو پورې نشهيي مواد د دوی په خېټو او تر دوو کېلو ګرامو پورې د دوی په جامو او بکسونو کې پټوي او له دې لارې يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي. تر اوسه پورې د نیول شویو تورنو کسانو د څرګندونو او اعترافاتو او زموږ د کار کوونکو د هڅو په نتیجه کې څو داسې شبکې موندل شوي او لهمنځه وړل شوي دي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو پر اساس، قاچاق کوونکي هڅه کوي چې هېروئين په خپلو خېټو او جامو کې پټ کړي، دغه ډول دا هڅه هم کوي چې هيروئين له مایعاتو او وچو چایو سره ګډ کړي او په دې ډول يې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشهيي موادو قاچاق کوونکو تر ډېره بريده د کابل، بلخ، هرات او کندهار هوايي ډګرونو ته خپل پام اړولی دی.
د نشهيي موادو په تور د نیول شویو کسانو له اعترافاتو او نورو معلوماتو څخه څرګندېږي چې د قاچاق کوونکو د محلي شبکو مشران نیول شوي او د شبکو فعاليت يې بند شوی دی.
د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد بیا وايي چې نړیواله ټولنه له نشهيي موادو سره صادقانه مبارزه نهکوي.
د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد
دی زیاتوي:
"هغه قاچاق کوونکي چې په نړیواله کچه فعالیت کوي، د دوی د نیولو او دوی ته د سزا ورکولو په برخه کې جدي اقدام نهکېږي. په هره اندازه چې د نشهيي موادو غوښتنه ډېرېږي، په هغه اندازه عرضه هم ورسره ډېرېږي. نشهډيي مواد بهر ته قاچاق کېږي او بیه یې هم لوړه ده، له همدې امله غریب افغانان هڅول کېږي چې دې کار ته لاس واچوي، ان دا چې له خلکو سره مرستې کېږي چې په ناامنو سیمو کې کوکنار وکري او تریاک تولید کړي."
د عدلي او قضايي ادارې لهخوا له نیول شویو تورنو کسانو څخه تر لاسه شوي څرګندونې ښيې چې د نشهيي موادو وړو مافیايي شبکو د افغانستان په لویو ښارونو کې د نشهيي موادو تولید پیل کړی او له دې لارې توليد شوي هیروئین بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي.
راپور: مرسلین ارسلا
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور