د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یو تن نامعلومو کسانو ټپي کړی

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد

د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې یو تن د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په وسیله زخمي شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد پېښه تأييد کړې او ویلي یې دي چې ټپي شوی کس روغتون ته انتقال شوی او د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

وزیر محمد اکبر خان د کابل مهمه او باامنه سیمه بلل کېږي.