په خوست کې د سولې ولسي حرکت د جنګ پر ښکېلو غاړو د اوربند غږ وکړ

د سولې ولسي حرکت وياند بسم‌الله وطندوست ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د سولې ولسي حرکت وايي، په خوست کې يې د افغان حکومت او د طالبانو له خوا د جلا جلا عملياتو د پيل د اعلان پر ضد لاريون وکړ.

دغه حرکت وايي، د لاريون برخه‌والو د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو د سولې او پخلاينې غوښتنه وکړه.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم‌الله وطندوست نن ازادي راډيو ته وويل:

"نن په خوست کې د «PPM» په سلګونه پلويانو لاريون وکړ، په لاريون کې يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ وکړ چې نور بايد روان حالت پاى ته ورسول شي."

د سولې ولسي حرکت وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د خوست تر څنګ په ننګرهار، بلخ، هلمند او کندهار کې هم لاريونونه وکړي.