د ولسمشر ټرمپ يوې سلاکارې د خبرو لپاره روسيې ته سفر کړى

د ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکاره فيونا هيل په سپینه ماڼۍ کې, April 2, 2019

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ يوې سلاکارې د خبرو لپاره روسيې ته سفر کړى دى.

د کرملېن وياند دمیتري پسکوف دا خبره نن پنجشنبه خبريالانو ته وکړه.

پسکوف ويلي، د ولسمشر سلاکارې فيونا هيل پرون په مسکو کې د کرملېن د يوه همکار يوري يوشاکوفتر تر څنګ له ګڼو روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.

په روسيه کې د امريکا سفارت يوه چارواکي چې غواړي هويت‌يې پټ وساتل شي، د مېرمن هيل د سفر خبر تأييد کړى دى.

مېرمن هيل د امريکا په ملي امنيت شورا کې د اروپايي او روسي چارو مخکښه مشره هم ده.

د کرملېن وياند وايي، هيل او روسي چارواکو پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې وکړې، خو د روسيې او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ‌يې د کومې کتنې په اړه بحث نه‌دى کړى.