په واشنګټن کې ډموکراتانو پر لوى څارنوال ويليام بار تور لګولى

د امریکا لوى څارنوال ويليام بار په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته, April 10, 2019

په واشنګټن کې ډموکراتانو پر لوى څارنوال ويليام بار تور لګولى چې هڅه کوي د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د اصلاح شوي راپور تر خپرولو لنډه شېبه مخکې د کنفرانس په رابللو ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغو منفي موندنو خوندي وساتي چې په راپور کې راغلي دي.

د مولر دغه تفصيلي راپور د امريکا د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې د روسيې د لاس‌وهنې په اړه دى.

مخکې چې د راپور اصلاح شوې برخه کانګرس ته ولېږل شي او په عامه خپره شي، لوى څارنوال بار او مرستيال‌يې روډ روسين سټاين په يوه کنفرانس کې برخه اخلي.

دوى په کنفرانس کې د مولر د نږدې ٤٠٠ مخيز راپور په اړه پر خپل برداشت خبرې کوي.

د امريکا د عدليې وزارت وايي، لوى څارنوال به د خپلې «پروسې» په اړه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته دغه راپور کانګرس ته وړاندې کړي.

د مولر د راپور اصلاح شوې بڼه به د ځانګړي څارنوال پر وېب‌سايټ هم خپره شي.

ډموکراتې نانسي پلوسي چې د استازو جرګې مشره ده، ويلي لوى څارنوال د ولسمشر ټرمپ د خوندي ساتلو لپاره په خپل يو طرفه ذهنيت سره خپل اعتبار او د عدليې وزارت خپلواکي زيانمنه کړې ده.