چارواکي: د ارزګان په چوره کې طالبانو د ماشومانو پر مخ ښوونځي تړلي

ارشیف، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان, July 18, 2017

د ارزګان سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې ټول ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي هم مني چې په ياده ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د نامعلوم دليل له مخې ښوونځي تړلي، خو وايي د خلاصولون هڅې يې پیل کړې دي.

وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور