د امريکا د عدليې وزارت وايي، لوى څارنوال ويليام بار به نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د راپور اصلاح شوې بڼه خپره کړي.
دغه راپور د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د جمهوري رياست په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه دى.
لوى څارنوال ويليام بار او مرستياليې روډ روسن ستاين چې دوه کاله مخکې يې مولر د ځانګړي څارنوال په توګه ټاکلى و، نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د اصلاح شوي راپور په اړه په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کوي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې تليې د مولر پر تحقيقاتو انتقاد کړى، هغو تهيې «د شيشکې د ښکار» خطاب کړى دى.
ولسمشر پرون چهارشنبه په يوه راډيويي مرکه کې ويلي چې د لوى څارنوال بار، تر خبري کنفرانس وروسته به دى هم خبري کنفرانس ورکړي.
ځانګړى څارنوال دا څېړنه کړې چې ايا د ټرمپ کمپاين د ټاکنو د ګټلو لپاره له روسيې سره هڅې همږغې کړي يا يې توطئه کړې ده؟