د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کابل کې د نجونو د فوټسال د غوراوي سیالیو د جوړېدو خبر ورکوي.
د افغانسان د فوټبال فدراسیون مسؤل شمس امیني نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ نن پیلېږي چې په نتیجه کې بهيې د فوټسال د نجونو ملي لوبډله جوړه شي.
نوموړی وايي چې پهدې سیالیو کې د کابل د غورهلیګ سیالیو بېلابېلو ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې ده.
د ښاغلي امیني په خبره دا لومړی وار دی چې د فوټسال د ملي لوبډلې ته د غواروي سیالۍ پیلېږي.