د غزني ولايت محلي چارواکي وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې ١٧ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په مرکز او څو ولسواليو کې شوي دي.
محمد عارف نوري نن پنجشنبه رسنيو ته په يوه صوتي پيغام کې وويل:
"په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني د مرکز، ګېلان، ګیرو او اندړو ولسواليو په مربوطاتو کې د ځانګړو افغان او بهرنيو ځواکونو لهخوا پوځي عمليات شوي چې ١٧ مخالف وسلهوال پهکې وژل شوي، ٣ تنهيې ټپيان شوي او ٢٠ تنهيې له وسلو او مهماتو سره ژوندي نيول شوي دي."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.
د والي وياند وايي، د ګېلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پوځي عمليات اوس هم روان دي.