رستمي: روان کال ۷۲۶ سوداګریزې او ۱۸۸۵ کوچنۍ شنې خونې جوړوو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 23Jan2018

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، پلان لري چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۷۲۶ سوداګریزې او ۱۸۸۵ کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دا شنې خونې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او د سبزیجاتو د پراختیا په هدف جوړېږي.

نوموړي وویل چې د کرنې وزارت دغه پروګرام په یو شمېر ولایتونو کې پیل شوي او یو شمېر بزګرانو ته په شنو خونو کې د کرلو په هدف د سبزیجاتو تخمونه هم وېشل شوي دي.

ښاغلی رستمي وايي، د دې پروګرام له لارې د وړاندیز په صورت کې هغه بزګرانو ته چې ډېره کرنیزه ځمکه لري، سوداګریزه خونه او هغه چې کمه کرنیزه ځمکه لري، کوچنۍ شنې خونې جوړېږي او کرنیز تخمونه هم ورکول کېږي.