هغه امریکایي چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او په ۲۰ کلونو بند محکوم شوی و، د ۱۷ کلونو بند له تېرولو وروسته خوشې کېږي.
جان واکرلینډ په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امریکا د پوځي حملې له پیلېدو څو اوونۍ وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال په نومبر کې نیول شوی و.
لینډ چې اوس ۳۸ کلن دی او په ۲۰ کلنۍ کې له یمنه افغانستان ته تللی او له طالبانو سره یوځای شوی و، د بند پاتې مودهیې په زندان کې د ښه سلوک په خاطر بخښل شوې.
په پام کې ده نوموړی به چې په امریکایي طالب مشهور دی، د راتلونکې مې میاشتې په ۲۳مه د اندیانا ایالات له زندانه په مشروط ډول خوشې شي.
هغه پر امریکا د القاعده لهخوا د سپټمبر له ترورېستي حملو څلور میاشتې مخکې افغانستان ته تللی و چې د طالبانو په خوا کې د شمال ائتلاف د ځواکونو پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي.
جان واکرلینډ پهداسې حال کې له ۱۷ کلونو بند تېرولو وروسته له زندانه خوشې کېږي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا جګړه لا روانه ده.