د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو شمېر مسؤلین او یو شمېر مدني فعالان چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸»د ولایتي په تالار راغونډ شوي وو، پر مرکزي ادارې نیوکه وکړه چې د قطر په غونډه کې یې د ارزګان خلکو ته ونډه نهده ورکړې.
دوی وویل چې د یاد ولایت خلکو په روانه جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي او باید ځای ورکړل شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د روانې اپریل میاشتې په شلمه او یویشتمه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې بینالافغاني غونډه جوړېدونکې ده چې مرکزي ادارې ورته تر ډېر جنجالونو وروسته ۲۵۰ سیاسیونه معرفي کړي دي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفلله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5