غني د قطر پلاوي ته: طالبان قانع کړئ چې له خبرو پرته بله لار نه‌لري

ولسمشر غني او قطر ته تلونکی پلاوی

په ارګ کې نن د اپرېل په ۱۷مه د دوحې د کنفرانس او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غونډه وشوه.

د افغانستان جمهور رئیس دې غونډې ته وویل چې افغانانو ته یو تاریخي فرصت په لاس ورغلی او باید ګټه ورڅخه واخلي.

اشرف غني قطر ته د روان پلاوي غړو ته وویل، طالبان قانع کړئ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه‌لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې د افغانستان په جګړه کې غالب او مغلوب نه‌شته او د سولې ټینګېدل به د افغانانو د ماشومانو لپاره ګټه وي.

غني په ننني اوږده بیان کې دې ته هم اشاره وکړه چې عبدرب رسول سیاف هغه مسایل واضح کړي چې د افغانستان حکومت ته د منلو وړ نه‌دي.

په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو لپاره کنفرانس د جمعې په ورځ جوړېږي او د یکشنبې تر ورځې به دوام کوي.