په اندونیزیا کې نن د جمهوري ریاست، پارلمان، ښاروالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنې وشوې.
د نړۍ پهدې ګڼ مېشتي اسلامي هېواد کې سهار وختي، د رأیو مرکزونه پرانیستل شول.
د څارونکو له نظره، دا په نړۍ کې تر ټولو ستر انتخابات دي چې په یوه ورځ کې کېږي.
په اندونیزیا کې سږ کال هم د جمهور رئیس جوکو ویدودو او جنرال پرابو سوبیانتو ترمنځ د سیالۍ کرښه ډېره نازکه بلل شوې ده.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ولسمشر جوکو ویدودو په ډېر کم توپیر د جمهوري ریاست اتنخابات له جنرال سوبیانتو وګټل.
غیر رسمي پایلې څرګندوي چې ولسمشر ویدودو نن هم ۱۰ فیصده مخکې دی.
د نننیو انتخاباتو رسمي پایلې به د مې میاشتې په وروستیو کې اعلان شي.
د اندونیزیا د پارلمان، ولایتي شوراګانو او د ښارواليو د ۲۰ زره څوکیو لپاره ۲۵۰ زره کسان کاندید دي.
اندونیزیا ۲۶۳ میلیونه وګړي لري.
په دې هېواد کې یو ۱۹۳ میلیونه کسان د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.