د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ولادیمیر پوتین سره ولیدل

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او ولسمشر ولادیمیر پوتین , April 17, 2019

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې په دوه ورځني رسمي سفر په روسیه کې دی، نن د هغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

رحمان نن د اپرېل په ۱۷مه، په مسکو کې د مېشتو تاجکانو د ټولنې له استازو سره وکتل.

هغه وویل چې له پوتین سره د خبرو په سر کې به د کار لپاره د مهاجرت اصول او په روسیه کې د مېشتو تاجکانو د ګټو او حقونو په اړه خبرې وکړي.

کرملېن ویلي چې رحمان او پوتین به یو شمېر موافقه لیکونه هم لاسلیک کړي.