یوناما: افغانستان کې له ۲۰۱۶ راهیسې د شکنجې پېښې کمې شوي

د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د زندانيانو د شکنجې د منع کولو لپاره هڅې د خوشبینۍ وړ دي، خو ډېر کار باید وشي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر نن د اپرېل په ۱۷مه، په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د شکنجې پېښې کمې شوي دي.

خو یوناما ویلي چې له دې امله د دوی اندېښنه لا پر ځای ده ځکه ډېر بندیان لا هم د بد چلند او شکنجې شکایت ورته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په‌دې اړه یو راپور هم خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې له ۲۳ فیصده بندیانو چې د افغانستان ملي اردو نیولي، په درېیو کې یوې برخې ورته ویلي چې شکنجه شوي او ناسم چلند ورسره شوی.

ملګري ملتونه وايي، دې کسانو د قناعت وړ او معتبر معلومات ورکړي دي.