د افغانستان د ووشو فدرسیوان وایي، د پنجشنبې په ورځ به د کابل د کلپونو لیګ د درېیمې دورې سیالۍ ترسره شي.
د دغه فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې به اته لوبډلې ګډون وکړي.
د نوموړي په خبره، د سیالیو د ترسره کېدو هدف د ووشو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو انتخاب دی.