د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس یو پرېکړهلیک چې د یمن په جګړه کې يې د امریکا د رول د پای ته رسېدو غوښتنه کوله، ویتو کړ.
د "جګړې قدرتونه" په نوم پرېکړهلیک به د امریکا له جمهور رئیس څخه د دې صلاحیت اخیست چې یمن ته ځواکونه واستوي.
ټرمپ پرون، د اپرېل په 16مه وویل، دا پرېکړهلیک زما د قانوني صلاحیت د محدودولو لپاره یوه خطرناکه او غیر ضروري هڅه ده.
ډونالد ټرمپ وویل چې په یمن کې د امریکا دخالت د دې لپاره ضروري دی چې په شااوخوا سیمه کې د امریکا ۸۰ زره مېشت عسکر مصون وي.
د ټرمپ د ویتو د لغوه کولو لپاره باید د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو له درېیو څخه دوه برخې رأیې په کار دي.