د رېل‌پټلۍ اداره: په ورځني ډول ۳۰۰ ټنه سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي

د افغانستان په حیرتان بندر کې رېل ګاډی, January 2, 2012

د افغانستان د رېل‌پټلۍ اداره وایي، د تېرو نورو کلونو په پرتله له دغې لارې اوس د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې.

د دغې ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د حیرتان له لارې د ترکمنستان او ازبکستان تر څنګ د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونه ته په ورځني ډول شااوخوا ۳۰۰ ټنه سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

د ښاغلي صدیقي په خبره له دې لارو د افغانستان له لوري کرنیز محصولات وچې او تازه مېوې او معدني توکي صادرېږي او نفتي او ساختماني توکي راواردېږي.

نوموړی وايي، دا د افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ښه پرمختګ دی.