ارګ ماڼۍ نن د قطر له بینالافغاني ناستې مخکې یوه غونډه نیولې چې د سولې د پروسې اړوند مسایل پهکې وڅېړي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم ازادي راډیو ته وویل چې پهدې غونډه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د را روانې ناستې د اجنډا او ټولو اړوندو مسایلو په اړه بحث او پرېکړې کېږي.
تمه ده د جمعې په ورځ د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه مشورتي غونډه پیل کړي.
افغان حکومت پرون پهدې غونډه کې د افغانستان له لوري د دوه نیم سوه ګډونوالو لېسټ خپور کړ.
ځینو افغان سیاستوالو له هغې ډلې د جمعیتاسلامي اجرائیه رئیس عطا محمدنور پهدې لېسټ انتقاد کړی چې په خبره یې د ارګ په فرمایش جوړ شوی.
اخوا طالبانو هم نن سهار ویلي چې د دوحې د ناستې تنظیموونکي یوازې له کابله د دومره ډېرو کسانو د منلو پلان نهءلري.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې له اعلان شوي لېسټه به محدود شمېر سیاستوال او قومي مخور د دوحې په ناسته کې برخه واخلي.
حکومت د طالبانو د اعلامیې په اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو د قطر د ناستې د ګډونوالو د لېسټ د اعلان پر وخت د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیو ته ځای ورکړل شوی.