فراه: د نجونو د ښوونځیو د ویجاړولو عاملان نه‌دي پېژندل شوي

د افغانستان په نقشه کې د فراه ولایت

په فراه کې چارواکي وايي، دغلته د نجونو د دوو ښوونځیو د ویجاړولو عاملان تر اوسه نه‌دي پیژندل شوي او په‌دې اړه څېړنې روانې دي.

د فراه د والي د دفتر رئیس حکمت‌الله نظري تېره شپه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارې هڅه کوي څو پیدا کړي چې دا ښوونځي د چا له‌خوا سوځول شوي دي.

دی وايي:

"تر اوسه په دقیق ډول معلومات نه‌شته چې ایا دا کار مخالفینو کړی که نه؟ ځکه هغوی هم رسماً دا خبره نه‌ده تأیید کړې."

په فراه ولایت کې د دوشنبې په شپه د مرکز په ۲۰ کېلو مترۍ کې د نجونو یو ښوونځی په چاودېدونکو توکو ویجاړ شو.

تر هغې یوه شپه مخکې د نجونو یو بل ښوونځی هم مرکز ته نږدې په بمونو الوزول شوی و.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دوی په‌دې پېښو کې لاس نه‌لري او ادعا یې کړې چې دا ښوونځي د فراه ولایت د پوهنې د چارواکو ترمنځ د اختلاف له کبله تخریب شوي دي.