خلیل‌زاد د «م. م» هغه دریځ ستایلی چې د طالبانو عملیات‌یې غندلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۰۱.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه دریځ ستایلی چې د وسله‌والو طالبانو پسرلني عملیات‌یې غندلي.

خلیل‌زاد بېګاه شپه په یوه ټویټ کې لیکلي چې په‌دې اړه د نړیوالې ټولنې د نظر له یووالي هرکلی کوي.

هغه په دوام کې لیکلي چې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سولې او اوربند د ټينګښت وخت دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون یو بیان ورکړی او په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو پیل غندلی او ویلي یې دي چې په‌دې سره به د افغانانو ځورول لاپسې زیات شي.

طالبانو د الفتح په نوم تازه پسرلنی جنګ پيل کړی چې ورسره په ګڼو سیمو کې نا امنۍ او بریدونه زیات شوي.