په روسیه کې د ناروې یو وګړی په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د روسیې ملي بیرغ

د روسیې یوې محکمې د ناروې یو وګړی په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.

ناروېژۍ فورد برګ به په‌داسې زندان کې وخت تېروي چې شدیده امنیتي څارنه یې کېږي.

فورد برګ د ۶۳ کلونو دی او د روسیې او ناروې د سرحدي څارونکي په توګه یې دنده ترسره کړې وه.

هغه د روسیې د امنیت فدرالي ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ونیو.

پر فورد برګ تور لګېدلی و چې د روسیې د اټمي اوبتلونو په اړه یې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د روسیې محکمې هغه نن د اپرېل په ۱۶مه، د بندو دروازو شاته محاکمه کړ او مجرم یې وپېژاند.

فورد برګ د بې ګناهۍ ادعا کړې وه او د ناروې لپاره د جاسوسۍ تور یې رد کړی و.