کاظمي: ولسمشر او اجرائیه رئیس د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه غږېږي

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسیون ویاند سید علي کاظمي، یوه خبري غونډې ته وینا پر مهال

په‌داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشریزو انتخاباتو ځینو نوماندانو او یو شمېر سیاسي څېرو په لویه مشورتي جرګه کې د نه‌ګډون پرېکړه کړې، د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون وایي، د دغې جرګې نېټه معلومه شوې ده.

  • خو ایا دغه جرګه به له دې تحریمونو وروسته هم ترسره شي؟

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسیون ویاند سید علي کاظمي د دې پوښتنې په ځواب د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل:

په دې اړه نور: د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د سولې له مشورتي لویې جرګې سره پرېکون وکړ

"د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو نېټه مشخصه شوې او ټول چمتووالی ورته نیول شوی د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ناسته شوې او احتمالاً نن به هم یوه ناسته وشي او هیله‌مند یو چې یو داسې جرګه ولرو چې د یو ملي بحث لامل وګرځي، تمه لرو چې رامنځته شوې ستونزې حل شي او که بیا هم دوی په جرګه کې د نه‌ګډون پرېکړه وکړه، بیا به هماغه وخت تاسو سره معلومات شریک کړو."

ښاغلی کاظمي هغه څېرې چې ظاهراً ناخوښه ښکاري او د سولې په لویه مشورتي جرګه کې يې د نه‌ګډون پرېکړه کړې یووالي ته راوبلل.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټیم په مشورتي لویه جرګه کې د نه‌ګډون اعلان وکړ.

د دغه ټیم په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د دغې جرګې جوړېدل د ستونزو د هواري لپاره ګټور نه‌دي او د همدې لامل له امله په‌دغې جرګه کې ګډون نه‌کوي.

په دې اړه نور: د سیاسي اپوزېسیون زیاتې ډلې په لویه جرګه کې برخه نه‌اخلي

له دې وروسته د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال او د رحمت‌الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونو هم دغه جرګه تحریم کړه.

د حنیف اتمر انتخاباتي ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه جرګه فرمایشي او د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین هڅه بللې ده.

د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یو شمېر نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار، فرامرز تمنا، نورالحق علومي او ځینو سیاسي څېرو هم د ورته اقدام په کولو سره په‌دغه جرګه کې د نه‌ګډون اعلان کړی دی.

ټاکل شوې چې د سولې لویه مشورتي جرګه د راروانې ثور میاشتې په نهمه جوړه شي.

له دې وړاندې د سولې د عالي شور د دارالانشاء او د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزي ویلي و چې په‌دغه جرګه کې به دوه نیم زره کسان چې سم نیم به‌يې انتخابي وي، ګډون وکړي او د سولې د پروسې په اړه به سلا مشورې وکړي.

که څه هم افغان حکومت دغه جرګه د سولې لپاره یوه لاره بولي او له طالبانو یې په رسمي توګه غوښتي چې په‌دغه جرګه کې ګډون وکړي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې لویه مشورتي جرګه یو دسیسه بللې.

  • خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه جرګه به له ټولو انتقادونو او غبرګونونو سره سره چې ترسره کېږي قانوني بڼه ولري؟

د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان

د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان‌یې په اړه داسې ځواب لري:

"د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د استازو ګډون پخوا معلوم شوی، خو بیا هم د مشرانو ګډون په‌کې اړین دی، تمه لرو چې له سلیقې پرته ټول اړخونه په‌کې خبرې وکړي او کوم اقدامات چې ترسره شوي باید په نیمه لار کې يې پرې نه‌ږدو، هیله لرو چې حکومت نوماندان او سیاسي څېرې یووالی ولري."

ښاغلی عرفان ټینګار کوي چې د سیاسي څېرو او د استازو له‌خوا د جرګې تحریم به د دغې جرګې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او که له دغه جرګې نه د انتخاباتي تبلیغ په توګه ګټه واخیستل شي له شکه پرته به مشروعیت ونه‌لري او یوازې جرګه به یو اړخیزه وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په‌دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو وړاندې يې ویلي و چې د دغه جرګې د جوړېدلو هدف د سولې په اړه د یوه ملي بحث رامنځته کېدل دي.

راپور: فېروزه عزیزي