په افغانستان کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون زیاتو ډلو ویلي چې د سولې په اړه په مشورتي لویه جرګه کې برخه نهاخلي.
د افغانستان حکومت ویلي چې جرګه د ثور په نهمه جوړوي.
ټاکل شوې چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې دوه نیم زره قومي مشران، سیاسي رهبران او د خلکو استازي ګډون وکړي، خو د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، د استخباراتو د ادارې پخواني رئیس رحمتالله نبیل او احمد ولي مسعود پرون وویل چې دوی پهکې ګډون نهکوي.
هغوی ویلي چې ولسمشر غني مشوره نهده ورسره کړې.
د افغانستان د جمهور رئیس دفتر تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.