د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان مسکو ته تللی

ارشیف، د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. 23/02/2018

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان به نن د اپرېل په ۱۶مه په مسکو کې وي.

روسیې ته د هغه دا رسمي سفر د دوو ورځو لپاره دی.

د کرملېن د رسنیو دفتر ویلي چې امام علي رحمان د روسیې د جمهور رئیس، ولادیمیر پوتین په بلنه هغه هېواد ته ورغلی دی.

پوتین او رحمان به د کرملېن په وینا، د دواړو هېوادونو لپاره پر مهمو مسئلو لکه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکارۍ خبرې کوي.

دواړه به د خبرو په پای کې یو شمېر اسناد هم لاسلیک کړي.

په دوشنبه کې د روسیې سفیر ویلي چې د جمهورو رئیسانو، پوتین او رحمان ترمنځ د موافقې له مخې به روسیې ته د تاجکستان د کرنیزو تولیداتو صادارت په بې‌ساري ډول اسان شي.