د پېښور په حیات‌اباد کې د وسله‌والو پر يوه مرکز حمله روانه ده

ارشیف، د پېښور حیات‌اباد سیمه

د پېښور په حیات اباد سیمه کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته ۱۷ ساعتونو ته اوږده شوه.

په‌دې نښته کې یو پولیس وژل شوی او شپږ تنه وسله‌وال په کې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان مسؤلیت منلی او مشال راډیو ته یې په یوه ايمېل کې ویلي چې شپږ وسله‌وال یې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د حکومت یوه ویاند، شوکت یوسفزي نن د اپرېل په شپاړسمه وویل چې پولیسو او کوماندو ځواکونو پرون په یوه کور چې وسله وال په کې پټ وو ،عملیات پېل کړو.

یوسفزي وویل چې پولیسو ته له دې کوره د حملې د پلان خبر ور رسېدلی و.