په فراه کې یوه پولیس پر خپلو همکارانو ډزې کړي او ۴ تنه‌یې وژلي

د افغانستان په نقشه کې د فراه ولایت

په فراه کې یوه پولیس پر خپلو همکارانو ډزې کړي او څلور تنه‌یې وژلي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند، محب‌الله محب نن د اپرېل په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې ده.

محب وویل چې حمله کوونکی د وسله‌والو طالبانو لور ته تښتېدلی دی.

د هغه په وینا، حمله کوونکی د فراه اوسېدونکی دی او تېر کال له ملي پولیسو سره یوځای شوی و.

امنیتي ځواکونو دوه تنه چې د هغه ضمانت‌یې کړی و، د څېړنو لپاره نیولي دي.