خلیل‌زاد په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په اړه راپورونه رد کړل

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد په واشنګټن کې دی، هغه څو ساعته مخکې پر ټویټر ولیکل چې په واشنګټن کې يې د ترکیې د جمهور رئیس له سلاکار سره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د دوشنبې په ورځ به د افغانستان په اړه په قطر کې خبرې پېل شي، خو خلیل‌زاد نن پر ټویټر ولیکل:

"پر دې چې زه په دوحه کې یم باور مه‌کوئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې خلیل‌زاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازو سره د کتنې لپاره کومه نېټه لا نه‌ده ټاکلې.

د دې وزارت ویاند، په یوه اېمېل کې روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د بین‌الافغاني خبرو نتېجې ته ګوري.