خوګیاڼی: د جاپان اوسېدونکي ناکامورا ته د افغانستان تابعيت منظور شو

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی

د جاپان تابعيت لرونکی ناکامورا چې د جاپان د خيریه مؤسسې مشري کوي، له ۲۰۰۳ کال راهيسې د ننګرهار په کامې، بهسود، کوز کونړ او درې نور ولسواليو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړي، اوس د افغان حکومت له‌خوا ورته افغاني تابعيت منظور شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار د ولایتي ادارې په وړاندیز ښاغلي ناکامورا ته د افغانستان تابعيت منظور کړی او ډېر ژر به ورته وسپارل شي.

ده وویل:

"دی له ګڼو مشکلاتو سره مخ و، په همدې خاطر د ننګرهار ولایتي ادارې وړاندیز وکړ چې ناکامورا ته د افغانستان افتخاري تابعيت ورکړل شي، خوشبختانه دا وړاندیز منظور شو، د بایو مټریک مراحل‌يې پرون ترسره شول او نږدې ورځو کې به د ولسمشر له‌خوا ورته تابعیت ورکړل شي."

ښاغلی خوګياڼی وايي، هغه لويې پروژې چې د ناکامورا له‌خوا ترسره شوي، یو هم د کامې سربند چې زرګونه هکتاره ځمکه‌يې خړوبه کړې، بل د هېواد په کچه د مالدارۍ په برخه کې د روزنیز مرکز فعالول او همدارنګه په ښېوې ولسوالۍ کې د یوه لوی سیاحتي پارک جوړول دي.