طالبان: په طالب مرکچي ټیم کې به ښځې هم ګډون ولري

ارشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر

ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د راتلونکي په اړه په مذاکراتو کې چې روانه اوونۍ په قطر کې ترسره کېږي، د طالبانو په مرکچي ټیم کې ښځې هم ګډون ولري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

نوموړي د دغو ښځو نومونه نه‌دي اخيستي، خو زیاتوي چې دغه مېرمنې له لوړپوړو طالبانو سره کورنۍ اړیکې نه‌لري.

مجاهد زیاتوي، دوی عادي افغانې مېرمنې دي چې د افغانستان دننه او دباندې یې د طالبانو ملاتړ کړی او د طالبانو په فعالیتونو کې یې برخه اخيستې ده.

په همدې حال کې افغان سناتورې ګلالۍ نور صافۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې اقدام په اړه وویل:

"دا چې په کومه مفکوره ګډون کوي، دا مېرمني څه موقف لري او څه به ووایي، مخکې له مخکې موږ وړاندوینه نه‌شو کولای، خو هیله‌منده یم چې د ښځې غږ واوسي او د ښځې په خپل غږ واوسي، نه دا چې چا ورته ویلي وي چې څه ووایه او څه مه وایه، خو لږ تر لږه د دوی شتون (په دې مذاکراتو کې) یو مثبت ګام دی."

تر دې وړاندې ډېری افغان مېرمنې د سولې په روانو خبرو کې د دوی د شااوخوا دوو لسیزو لاسته راوړنو د له‌منځه تلو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

ټاکل شوې چې په دوحه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه دا خبرې د اپرېل له ۱۹مې تر ۲۱مې وشي.