د روغتیا نړیوال سازمان: د شري ناروغي په بې‌ساري ډول ډېره شوې

ارشیف، په شري ناروغۍ یوه اخته ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» خبرداری ورکوي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې د شري نارغي د تېر کال د همدې مودې په مقایسه څلور برابره ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون د دې ساري ناروغۍ په اړه وویل چې په ټوله نړۍ کې د شري د ناروغۍ په اړه بې‌سارې شمېرې ثبت شوې دي.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې دا مهال په اوکراین، ګرجستان، قزاقستان او قرغزستان او هم په څو افریقایي او د جنوب ختیځې اسیا په څو هېوادونو کې دا ناروغي په بې‌ساري ډول په پراخېدو ده.

دا ناروغي د مخنیوي وړ ده.