چارواکي: په زابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي وایي، دا عملیات د یکشنبې له ورځې راهېسې د زابل په درېیو ولسوالیو میزانې، دایچوپان او شاجوی کې ترسره شوي دي.

علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.