د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یکشنبې له ورځې راهېسې راغلو سېلابونو لږترلږه دوه کسان وژلي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، تازه سېلابونو په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې د کرنې ځمکې او د استوګنې سیمې هم زیانمنې کړې دي.
ده وویل:
"له بده مرغه په هرات کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي، په ادرسکن ولسوالۍ کې یې لږترلږه دوه کسان وژلي او همدارنګه یې د کرنې او استوګنې زیاتې سیمې زیانمنې کړي دي."
ښاغلي فرهاد زیاته کړه، سختو سېلابونو د هرات – کندهار لویه لاره هم د ادرسکن په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې.
سیمه ییز چارواکي وايي، زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو هڅه کوي او د سروې ټیمونه یې سېلاب ځپلو سیمو ته استولي دي.
په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو سېلابونو د راوتلو شاهدان وو چې خلکو ته یې پر مرګ ژوبلې سربېره، پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.