چارواکي: په خوست کې د یوه خبریال د وژنې په تور ۴ تنه نیول شوي

ارشیف، په خوست ولایت کې د یوه خصوصي ټلویزیون د وژل شوي کارکوونکي سلطان محمود خیرخواه انځور

د خوست د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د یوه خصوصي ټلویزیون د کارکوونکي سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور ۴ کسان نیولي دي.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال محمد اشرف صافي د خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د خیرخواه په وژنه کې د پاتې تورنو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

ده زیاته کړه:

"د خیرخواه صیب د وژنې په تور ۴ عاملین نیول شوي او دوه نفره پاتې دي، دوی اعتراف لري، په دې اړه چې دا کار موږ کړی، نو ان شاالله په دې ارتباط زموږ نور کار هم جریان لري، متباقي افراد هم نیسو، خو اوس له موږه پټ شوي دي."

سلطان محمود خیرخواه د مارچ په پنځلسمه په خوست کې د دوو موټرسایکل سپرو په وسله وال برید کې ووژل شو.