په خوست کې یو کس د واده پر ګډون‌والو ډزې کړي ۳ تنه‌یې وژلي

ارشیف، د خوست په روغتون کې یو ټپي , May 6, 2018.

د خوست چارواکي وايي چې تېره شپه د تڼیو ولسوالۍ د دره‌ګي په کلي کې یو کس چې د نشې په حال کې وو، د واده د مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړي چې له کبله‌يې درې کسان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

نن د دوشنبې ورځې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» سهار مهال د خوست والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل چې د تڼیو په دره‌ګي کلي کې د واده محفل وو چې یو کس د نشې په حال کې پرې ډزې کړې دي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"تېره شپه د خوست د تڼیو په ولسوالۍ کې یو کس چې هغه د نشې په حالت کې وو، د خوښۍ او واده مراسمو ته ننوتلی او په خلکو يې ډزې کړې دي چې په‌دې کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي، پېښه د پولیسو له‌خوا تر جدي څېړنو لاندې ده، دا یوه جنايي پېښه وه چې نور جزئیات به‌يې وروسته شریک شي."

نوموړي وویل چې د یادې پېښې په اړه د پولیسو له لوري جدي څېړنې پیل شوې دي.

بل‌خوا ځايي اوسېدونکي وايي چې په‌دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغوی په وینا چې وژل شوي او ټپیان ټول د تڼیو قوم اوسېدونکي دي او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.