په لغمان ولایت کې پرون یکشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۲۵» ماښام د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۷ ماشومان وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان مرکز اړوند د بصرام په سيمه کې د هاوان مرمۍ په یوه ډله ماشومانو باندې چاودلې ده.
هغه وویل، د اوو ماشومانو په وژنې سربېره ۱۰ نور کسان ټپيان هم دي.
د پېښې ټپيان د لغمان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.