ایراني چارواکي: په وروستیو سېلابونو کې ۷۶ کسان مړه شوي

د ایران په خوزستان ولایت کې د سېلاب یو انځور

ایراني چارواکي وايي چې په وروستیو سېلابونو کې ۷۶ کسان مړه شوي او دې هېواد ته څه باندې ۲،۲ میلیارده ډالر زیانمن اوښتی.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې لپاره د ایران دولتي ادارې نن په یوه بیان کې وویل، په جنوب لوېدیځ خوزستان ولایت کې د پنځو کسانو او په ایلام ولایت کې د یوه کس له مړینې وروسته د مارچ له نولسمې راهیسې د سېلابونو له کبله د ټولو مړو کسانو شمېر ۷۶ ته ورسېد.

دا دوه ولایتونه د وروستیو سېلابونو په وروستي پړاو کې ځپل شوي دي.

چارواکي وايي، د ټولو ۳۱ ولایتونو له ډلې ۲۵ او د ټول هېواد په کچه له ۴۴۰۰ زیات کلي زیانمن شوي، کرنې، عامه تاسیساتو، ودانیو او سړکونو ته سخت زیانونه اوښتي او سلګونه زره کسان د خپلو کلیو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.