په نیپال کې نن د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

په نیپال کې د نسکورې شوې الوتکې یو انځور 14Apr2019

د نیپال په ایوریست Everest سیمه کې نن د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شول.

دا الوتکه د ایوریست سیمې په یوازني هوايي ډګر کې له یوه ولاړ هلیکوپټر سره هغه مهال ولګېده چې د نیپال د پلازمېنې کتمندو پر لور الوتنې ته د تیارۍ په حال کې وه.

په وژل شویو کسانو کې یو د الوتکې پیلوټ او دوه پولیس افسران وو چې پارک شوې هلیکوپټر ته نږدې ولاړ وو.

دواړه الوتکې د هغه خصوصي هوايي شرکت وې چې د نیپال په لېرې پرتو سیمو کې سېلانیانو ته خواړه رسوي.

چارواکو ویلي دي چې د الوتکې څلور مسافر او یو کارکوونکی په پېښه کې نه دي زیانمن شوي.