یوه ایرانۍ ښځه چې په ایران کې د اعتراض په دود په عام محضر کې د خپل حجاب د لېرې کولو په خاطر نیول شوې وه، نن په یوه کال بند محکومه شوه، خو جزا یې لوی مذهبي مشر بښلې ده.
د ویدا موحد په نوم د دې مېرمنې مدافع وکیل پیام درفشان نن وویل، محکمې دا مېرمن په خلکو کې د فساد په خپرواوي مجرمه وپېژندله او په مارچ میاشت کې یې د یوه کال حبس سزا ورکړه، خو لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د هغې سزا وبښله.
ښاغلي درفشان وویل، د مېرمن موحد نوم د عفوې په فهرست کې شته، خو له زندانه د هغې د خوشې کولو رسمي چارې روانې دي.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
۳۲ کلنه موحد چې د انقلاب واټ د نجلۍ په نوم مشهوره شوې، په ۲۰۱۷ کال کې وروسته له هغه ونیول شوه چې خپل پړونی یې د ډېسمبر په ۲۷مه د تهران په انقلاب واټ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له سره لېرې کړ او په هوا کې یې ونیو.
د نوموړې اعتراض په ایران کې د حجاب د سختو جبري شرایطو پر وړاندې په خلکو کې خورا زیات احساسات وپارول.