د غزني والي: په غزني کې د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات پیل شوي

Afghanistan -- Kunar governor Waheedullah Kalimzai وحیدالله کلیمزی ,14 April 2017

د غزني والي وايي، په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات پیل شوي دي.

وحیدالله کلیمزي نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د خونديتوب او د وسله والو مخالفینو د حملو د مخنیوي په مقصد امنیتي پلان د تطبیق په حال کې دی.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه چې غزني ته ۳ کنډکه اضافي ځواکونه رسېدلي او د امنیتي پلان لومړۍ برخه په خواجه عمري ولسوالۍ کې د تطبیق په حال کې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري بیا په یوه جلا پیغام کې ویلي چې له مرکزه استول شوي مرستندوی ځواکونه له فرعي لارو خواجه عمري ولسوالۍ ته ننوتي دي او د مرکز په شااوخوا سیمو کې ځای پرځای شوي دي.