د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د سولې له مشورتي لویې جرګې سره پرېکون وکړ

د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د افغانستان د سولې په لویه مشورتي جرګه کې خپل ګډون رد کړ.

د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي چې د افغانستان د سولې په لویه مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي.

دغه ټیم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې دغه جرګه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي:

"موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف وو او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو."

د عبدالله عبدالله ترڅنګ کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، انورالحق احدي او یو شمېر د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړي دي.

د دې ټیم یوه غړي بشیر احمد ته ینج ازادي راډيو ته وویل، دوی اندېښنه لري چې ولسمشر محمد اشرف غني له دې جرګې انتخاباتي ګټه اخلي.

د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم غړی بشیر احمد ته ینج

ده وویل:

"البته دا زموږ اندېښنه هم ده چې له بده مرغه اشرف غني هڅه کوي چې له دې جرګې د خپلو انتخاباتي چارو او کمپاینونو په ګټه کار واخلي او تر ټولو بده دا چې د سولې پروسه چې وايي به دا دی خلکو د دې پروسې صلاحیت ماته راکړو، له ستونزو سره مخ کړي، نو په دې جرګه کې زموږ ګډون د افغانستان او د اسلامي جمهوري نظام په ګـټه او مصلحت نه دی."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې لویه مشورتي جرګه د راتلونکې ثور میاشتې په ۹مه نېټه جوړېږي چې دوه ورځې دوام کوي او له ټول افغانستانه په کې نږدې ۳ زره کسان برخه اخلي.

بل خوا د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې دوی به په دې اړه وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد او افغان کارپوه نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله دا دریځ د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د اوج ښکارندوی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد او افغان کارپوه نصرالله ستانکزی

ده زیاته کړه:

"دا دریځ د دې ترڅنګ چې د یوه انتخاباتي ټیم غبرګون دی، همدا شان د بې باورۍ او اختلافاتو فضا هم ده چې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ موجوده وه او اوس د اوج ټکي ته رسېدلې ده."

اوس به ولیدل شي چې د سولې په مشورتي جرګه کې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم نه موجودیت په دې جرګه تاثیرات لري او که نه؟

خو دا چې ښاغلی عبدالله به په دې جرګه کې د اجرائیه رئیس په توګه برخه واخلي که نه، معلومه نه ده.

راپور: اکرام الله اکرام