ملي امنیت په هلمند کې د وروستیو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړ

آرشیف/ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست نښان

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په هلمند کې د هغو وروستیو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی چې په ترڅ کې یې د دوو ښځو په شمول څو تنه نیول شوي وو.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي، دا عملیات له القاعده شبکې سره د یوې پټې تړلې ډلې پر ضد شوي او زیاتوي:

"د ولسمشر د لارښوونې سره سم دوه ښځې چې په دې عملیاتو کې د ملي امنیت د ښځینه کارمندانو له خوا نیول شوې وې، د معلوماتو تر اخیستو وروسته د هېواد د قوانینو او اسلامي ارزښتونو سره سمې بېرته د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي."

په اعلامیه کې په هلمند کې د دې دوو ښځو نیول د هېواد د ملي امنیت سره تړلې یو ځانګړې موضوع بللې شوې ده.

په هلمند کې د دې دوو ښځو نیول کېدل د ځینو ځايي خلکو د اعتراض سبب شوي وو.