ملي امنیت: په کندهار کې د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کندهار کې یې د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ترهګره شبکه نېولې ده.

د ملي امنیت ریاست نن شنبه په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، نور الله چې په ابوظهر مشهور و او فاتح دواړو د څلوېښت کسیزو ډلو قوماندانان دي چې نیول شوي.

همدارنګه په زابل کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان حمیدالله چې په ثاقب مشهور و، هم د نیول شویو ۱۹ کسانو په ډله کې یاد شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، دا ډله یې هغه مهال نیولې چې د ډیورند له کرښې د افغانستان لوري ته را اوښته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.