کیم جونګ اون وایي، له ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی.

دا خبره د شنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله خپره کړه.

د کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم له خولې ویلي:

"موږ به په صبر د دې کال تر پای پورې د امریکا متحدو ایالتونو ته انتظار وکړو، څو یو باجرأته پرېکړه وکړي."

د دې خبري اژانس په حواله، کیم په فبرورۍ میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې دوهمې سرمشریزې د ناکامۍ سبب د امریکا یو اړخیزې غوښتنې بللې دي.

نوموړي ویلي، دې غوښتنو دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا واشنګټن رښتیا د اړیکو ښه کول غواړي که نه؟

خو کیم زیاته کړې، د امریکا له ولسمشر سره یې خپلې شخصي اړیکې ښې دي او دوی هر وخت خپلو کې لیکونه تبادله کولی شي.

دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون سره په لیدنه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره درېیم ځل لیدلو ته چمتووالی وښود، خو ویې ویل چې واشنګټن به پر پیونګ یانګ لګېدلي بندیزونه پر خپل ځای وساتي.