که څه هم د سوډان دفاع وزیر د پوځي شورا له مشرتابه استعفا وکړه، خو په دې هېواد کې د خلکو مظاهرې لا هم دوام لري.
جنرال عوض ابن عوف تېره روځ دا اعلان وکړ چې دی د پوځي شورا له مشرتابه استعفا کوي او له ډېر فکر او سلا مشورو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې عبدالفتاح برهان عبدالرحمان د پوځي انتقالي شورا د رئیس په توګه دا دنده مخته یوسي.
د سوډان د نظامي شورا مشر عوض بن عوف
تر دې یوه ورځ دمخه د سوډان ولسمشر عمر البشیر له واکه لېرې شو او جنرال ابن عوف د پوځي انتقالي شورا د مشر په توګه د سوډان واک په لاس کې واخیست.
البته اوس هم لسګونه زره سوډاني اعتراض کوونکي چې سیاسي مخالفین دي، په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ له خوا د واک اخيستلو پر ضد مظاهرې کوي .
راپورونه وایي، اعتراض کوونکو د جنرال عوض ابن عوف د استعفا له کبله خوښۍ وکړې.
دوی وایي، غوښتنې یې تراوسه نه دي منل شوي، نو ځکه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
اعتراض کوونکو د اپرېل په ۱۲مه په سوډان کې د پوځي وضعیت د رامنځته کېدو اعلان رد کړ او هغه یې د هېواد په ګټه ونه باله.
دوی د دې کار پرځای د داسې حل لارې پر ضرورت ټینګار کوي چې د عمر البشیر تر لېرې کېدو وروسته ډموکراسۍ ته لار هواره کړي.
دغه سیاسي مخالفین یا د اعتراض کوونکو غورځنګ سمدستي یوه ملکي انتقالي حکومت ته د واک د سپارلوغوښتنه کړې.
د سوډان د اعتراض کوونکو یو انځور
د سوډان واکمنې پوځي شورا پرون ژمنه وکړه چې یو ملکي حکومت به راولي.
دې شورا پرون وویل چې تمه لري چې دغه انتقالي دوره به تر دوو کلونو دوام وکړي او وروسته به انتخابات کېږي.
شورا دا اعلان هم وکړ چې پخوانی ولسمشر عمر البشیر به د ټول وژنې ادعاوو د سپینولو لپاره نړیوالې جنایي محکمې ته ونه سپارل شي، بلکې هغه به پخپله په سوډان کې محاکمه شي.
۷۵ کلن بشیر له تېرو شپاړسو اوونیو راهیسې د هغه د دېرش کلنې واکمنۍ پر وړاندې د اعتراض کوونکو سره مخامخ وو چې تېره ورځ د پوځ له خوا له واکه لېرې شو.
د ملګرو ملتونو سازمان هم له پوځي انتقالي شورا غوښتي چې د سوډان وګړو ته د دې هېواد د سیاسي بحران په هواري کې رول ورکړي.