د دولت وسله والو مخالفانو د کندز ښار په نږدې څنډو کې وسله وال تحرکات پیل کړي

د کندز د ښار یو انځور

د تېرې شپې له دوو بجو راپدېخوا وسله والو طالبانو د کندز ښار نېږدې څنډو کې او دغه راز د دې ولایت د ګل تپې، چهاردرې او د خان اباد ولسوالیو اړوندو سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو برېدونه پيل کړي او له کبله یې د کندز – تخار لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د وسله والو طالبانو تحرکاتو د کندز اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو محمد ظاهر مایار او عمرخان دولتزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له شپې راهیسې طالبانو د کندز ښار په نږدې څنډو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برېدونه پیل کړي او موږ ټوله شپه خوب نه دی کړی او دغه وضعیت ټول خلک سخت اندېښمن کړي دي."

"له تېرې ورځي راهیسې د کندز ښار اړوندې نږدې سیمې د جګړې شاهدې دي او موږ له دولته غواړو چې دغه وضعیت کنټرول کړي، څو بیاځل کندز سقوط ونه کړي او خلک در په در نشي."

په ورته وخت کې د دې ولایت مدنې فعالان خبرداری ورکوي چې که په وخت سره د وسله والو طالبانو د تحرکاتو مخه ونه نيول شي، نو ښايي بدې پایلې ولري.

د نوموړي ولایت یو تن مدني فعال وحیدالله رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کندز امنیتي وضعیت د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی، ځکه دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي، باید دولت په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي، ښايي وضعیت له دې هم نازک شي."

له دې سره سم د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري بیا وايي چې د مرکزي حکومت او دغه راز د سیمه ییزو چارواکو د نه پاملرنې له کبله د دغه ولایت امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په خرابېدو دی.

دی زیاتوي:

"همدا اوس د ښار په زر مترۍ او دوه زره مترۍ کې وسله والو طالبان حضور لري او د ډزو غږ ان په ښار کې اورېدل کېږي او د کندز – تخار عمومي لار هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې، نو په ټوله کې دغه وضعیت زموږ لپاره د منلو وړ نه دی."

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري

بل خوا د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا وايي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د تحرکاتو مخه نېولې او دمګړۍ وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

ده وویل:

"طالبانو له تېرې شپې راهیسې د ښار اړوندو بېلابېلو سیمو کې خپل تحرکات پیل کړي، خو د دولتي ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ شول او پر شا وتمبول شول، خو لاهم د ښار اړوندو ځینو سیمو کې د طالبانو تحرکات دوام لري."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغې ډلې له لوري په ټول هېواد کې د (الفتح) عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی و.

د کندز د ولایتي شورا د خبرو پر بنسټ چې له تېرو څلور کلونو راپدېخوا وسله وال طالبان د ښار په نږدې څنډو کې فزیکي حضور لري او دغه راز د دې ولایت ډېره خاوره د دغې ډلې تر واک لاندې ده، خو په همدې موده کې دولتي چارواکو له خلکو سره ژمنې کړي چې دغه ولایت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاکوي، خو تر اوسه پورې دغه ژمنې په عمل کې نه دي پیاده شوي.

راپور: اجمل ارین