افغان حکومت د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو د اعلان په غبرګون کې له دغې ډلې غواړي چې له نا مشروع جګړې لاس واخلي او د حکومت او خلکو د سولې بلنه ومني.
په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو پیل په څرګنده توګه د جګړې پر دوام د دغې ډلې ټینګار دی.
سره له دې چې په اعلامیه کېد طالبانو پسرلني عملیات غندل شوي، داهم په کې راغلي:
"د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې د افغان حکومت په نوښت او ټینګار په هېواد کې د تحمیلي جنګ د ختمولو لپاره هڅې روانې دي او دغې ډلې له امریکايي پلاوي سره هم په مستقیمه توګه مذاکرات پیل کړي دي."
په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو دا ادعا چې د جګړې اعلان یې د افغان حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، هم ناسمه ده، ځکه د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې د جګړې د پیلولو اعلان یې نه دی کړی، بلکې هغه خنډونه یې چې د سولې پر وړاندې وو، له منځه وړي او د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه بولي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو پروړاندې غبرګون ښودلی چې په دې وروستیو اوونیو او په تېره د نوي کال له پیلېدو سره سم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړه توده شوې چې د دولت مخالفینو، افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته په کې تلفات اوښتي دي.
د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له اعلان یوه ورځ وروسته افغانان وايي، د حکومت او طالبانو له خوا ورته د هر ډول پوځي عملیاتو اعلانول د منلو نه دي.
په کابل ښار کې مو چې په دې له څو کسانو سره خبرې وکړې، دوی په دې باور دي چې طالبان او حکومت دې د عملیاتو د اعلان پرځای، د سولې بحثونه تاوده کړي.
دوی وایي:
"نوم مې روزي ګل دی، زما په نظر جګړې هېڅ درد نه دوا کوي، اوس چې د سولې خبرې پیل شوي، باید اوربند وشي."
"زما نوم هېواد دی، جنګ بس دی، نوره سوله غواړو، له طالبانو غواړو چې سولې ته غاړه کېږدي او له دولته هم هیله لرو چې په هر قیمت چې وي، سوله وکړي، موږ سوله غواړو."
طالبانو تېره ورځ د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.
دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې هڅې تېزې شوي او له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل په هدف د حکومت د هڅو ترڅنګ، امریکايي پلاوي هم د دغه هېواد د سولې لپاره څو ځلي د طالبانو له استازو سره په قطر کې لیدلي دي.
په بغلان، بادغیس، ارزګان، هلمند، فاریاب او کندز ولایتونو کې د طالبانو پر خوځښتونو سربېره، دغې ډلې تېره شپه په یوې تازه حمله کې د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې په چاودېدونکو موادو بار دوه موټر چولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې له دغې حملې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه چې ۲۷ طالبان په کې وژل شوي او ۳۲ یې ټپیان شوي دي.
خوګیاڼي د ۷ افغان ځواکونو وژنه هم تأیید کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، طالبان باید د وینې تویدو د مخنیوي په خاطر له جګړې لاس واخلي او پسرلني عملیات ودروي.
د دغې جرګې دوهم منشي فیصل سمیع وايي:
"د افغانستان خلک د اوربند انتظار باسي او له بله پلوه د سولې خبرې هم رواني دي، د مشرانو جرګې له ادرسه دغه عملیات اندېښناک بولم او هیله مند یم چې جګړه ودرېږي."
د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له اعلان وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دغو عملیاتو اعلان غندلی دی.
خلیلزاد د اپرېل په ۱۲مه په خپل ټوېټ کې لیکلي چې دغه اعلان د طالبانو یو بې باکه اقدام و چې د سولې په تړاو یې د افغانانو د غوښتنو پر وړاندې بې پروايي وښوده.
خلیلزاد په دغه ټوېټ کې له پاکستان، قطر او نورو هېوادونو چې په افغانستان کې سوله غواړي، غوښتي چې د طالبانو دغه اعلان وغندي.
راپور: خان محمد سیند