د کرنې وزارت په هېوا کې د ځمکو د قطريي خړوبولو ۴۲ شبکې جوړوي

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو په هدف یې د هېواد په پنځو زونونو کې د ځمکو د قطريي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه شبکې روان لمریز کال په کابل، ننګرهار، هرات او بغلان ولایتونو کې جوړېږي.

ښاغلی رستمي زیاتوي، د ځمکو قطريي اوبه کول د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سربېره د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی هم کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول شبکې جوړې کړي.